کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
د غور دکرنې ريېس او د دغه ولايت د ولايتي شورا يوغړى په واټ کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول .
د باختراژانس د خبرله مخې د غور دکرنې ريېس عبدالتواب نايب او د ولايتي شورا غړى محمد هاشم فيضي هغه وخت ټپيان شول کله چې د دوى د سپرلۍ موټر د دوه لينې ولسوالۍ د غونډۍ لاندې له ماين سره ټکر وکړ .
د دغې پيښې له امله د دوى يوساتونکى هم ټپي شوى دى . ختم_ سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ