امنیت

يو تن په هرات کې ووژل شو

 هرات/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
يو تن په هرات ښـارکې ووژل شو .
په دغه سړي د وژنې تور لګول شوى و او پوليس د ده د نيولو په لټه کې و.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باختر آژانس ته وويل چې دغه سړى تورجان نوميده او د بادغيس ولايت د غورماچ ولسوالۍ اوسيدونکى و.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: لومړني څيړنې ښيي چې مقتول څه موده مخکې په بادغيس ولايت کې يو تن وژلى او د هرات ښار ته تښتيدلى و.
ده زياته کړه: دغه کس پرون مازيګر د هرات ښار د اوومې ناحيې په پايان آب سيمه کې د ناپيژاندو وسله والوکسانوله خوا ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته