امنیت

څلور تنه قاچاق وړونکي له يوکال اوشپږو مياشتو څخه تر اوولسو کلونوپورې د بند په مجازاتو محکوم شول.

 کابل باختر د مرغومي  شلمه :
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي اوقضايي  مرکز ابتداييه اواستيناف محکمو د تېري اوونۍ په بهير کې د نشه يي توکو څلويښت تنه قاچاق وړونکي چې په نشه يي توکو د قاچاقو د جرم د شپږ دېرشو قضيو په اړوند د هېواد په مرکز او ولايتونوکې نيول شوي وو، له يوکال اوشپږو مياشتو څخه تر اوولسو کلونو پورې د بندپه مجازاتو محکوم کړل .
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياندخالد احمد موحد پرون د باختراژانس له خبريال سره په خبرو کې  څرګنده کړه چې، دغه کسان په داسې حال کې د پوليسو له خوا ونيول شول چې په ټوليزه توګه له هېواد څخه بهر ته يې د ٢٩٧ کيلوګرامو نشه توکو دلېږدونې نيت درلود .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته