خبرونهاقتصاد

په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۹۰ زره ټنه انتقالات شوي دي

کابل، د چنګاښ ۲۷مه، باختر

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د چنګاښ له ۱۰مې تر ۲۳مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره ۶۴۲ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹ زره ۳۶۶، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ زره ۱۱۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۴ زره ۴۱۰ ټنه واردات چې ټولټال ۸۰ زره ۸۸۶ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۹ زره ۷۵۶ ټنه صادرات چې زیاته برخه یې ممیز جوړوي؛ ترسره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ادارې څه موده وړاندې اعلام کړی و چې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اسټېشنونو له لارې، یو میلیون ۶۱ زره ۸۳۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي چې له دې جملې څخه ۹۳ زره ۵۴۲ ټنه یې صادرات او ۹۶۸ زره ۲۹۶ ټنه نور یې واردات دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته