سیاست

پوهاندعبدالسلام عظيمي په کابل کې د ايټالياد سفارت له دويم سکرټر سره وکتل

کابل- باختر دکب دمياشتې شپږمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي نن له غرمې وروسته په کابل کې د ايټاليادسفارت له دويم سکرټرسره د خپل کار په دفتر کې وکتل .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختراژانس ته  خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په کابل کې د ايټالياد سفارت دعدلي اوقضايي همکاريو مسوول هم برخه لرله ، قاضي القضات لومړۍ د دواړو دولتونو ترمنځ د تاريخي اړيکو او مناسباتو د لرغونتياپه باب خبرې وکړې او د ايټاليا هيواد يې د نړيوالې ټولنې په کچه کې د سولې او ثبات د ملاتړو او د افغانستان د دولت دمرستندويانو له جملې څخه وباله.
وروسته د هغه ريسرچ او تحقيق په اړوندچې د ايټاليادبهرنيو چارو وزارت په همکارى دافغانستان دقانوني محکمو په باب او د سرغړونکوماشومانو دمجازاتو په باب د مجازاتي لارښود د جوړولو په مقصد برابر شوى و او د هيئت له خوا قاضي القضات ته وړاندې شو خبرې وشوې او قاضي القضات د هغو ريسرچونو ترسره کول چې د هيواد له قضايه قوې سره په همغږى کې او د واقعتونو او د عيني مرکو پربنسټ ترسره شوې وې ، ګټور وبلل اوزياته يې کړه چې د فرضي تحقيقاتواو  څيړنو ترسره کول په داسې حال کې چې له عيني واقعيتونو سره سمون ونه لري او د رښتينو احصاييو او مرکوله مخې نه وي برابر شوي، د منلو زمينه به پيدا نه کړي چې ايټالوي  هيئت د ريسرچونو د بهير د ښه والى په لاره کې د سترې محکمې نظريې په علاقمندى سره ومنلې .
قاضي القضات په دې کتنه کې هيله وکړه چې متقابلې اړيکې د همکارى د هغه تفاهم ليک پربنسټ چې په دې وروستيو وختوکې د دغه هيواد د قضايه قوې د مرستيال او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سترې محکمې ترمنځ د قضايي همکاريو په بېلابېلو اړخونوکې لاسليک شوى دى؛ په عملي توګه پراختيا ومومي او د ايټاليا هيواد افغان قاضيانو ته د قضايي تجربو د تبادلې او د اختصاصي زده کړو زمينه برابره کړي چې ددغه هيواد دګټورو قضايي برياليتوبونو په تعميم سره د محکمو  د شکلي اجرااتو  په بهير کې مثبتې اغيزې رامنځته شي .
وروسته په کابل کې د ايټاليا د سفارت  دويم سکرټر خبرې وکړې او له قاضي القضات سره دکتنې د فرصت له امله د مننې او کورودانۍ په ترڅ کې يادونه وکړه چې د ايټاليا دولت دپخوا په شان د افغانستان د دولت ملاتړې دي او علاقمندي لري چې له ټولو دولتي مرکزونو په تېره بيا له قضاييه قوې سره چې د قانون د واکمنۍ او د قضايي عدالت په لاره کې ستر رسالت په غاړه لري، د دواړو هيوادونو د قضايي مرکزونو ترمنځ د لاسليک شوي پروتوکول له مخې، ښې اړيکې او مناسبات  ټينګ کړي او د لاسليک شوى سند په چوکاټ کې لازمې همکاري وکړي.
دواړو لورو په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د لاسليک شوى تفاهم ليک د تطبيق د ميکانيزم  او د علاقې وړ نورو مسئلو په باب هراړخيزې خبرې وکړې .
   په دې کتنه کې د قضايه قوې د ادارې عمومي آمر  ډاکترعبدالله عطايي او د ښځينه قاضيانو د ټولنې رييسې هم برخه لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته