سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .

کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  دخواشينۍ  او ډاډګيرنې پيغام .
په ډيرې  خواشينۍ سره خبر شوم چې دکندز ميشتو قومونو دقومى  شورا مشر ميرزا علي تڼي  په يوه تروريستي پيښه کې شهيد شوى دى .
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد ميرزاعلي تڼي دافغانستان په جهاد کې پراخه ونډه درلوده ، تر جهاد وروسته يې دولتى وظايف  درلود په ورسوتيو کلونوکې يې د ولسونو ترمنځ داتحاد او اتفاق په منظور په کندز کې قومى شورا جوړه کړه او ددې شورا له ليارې يې خلکو ته خدمت کاوه .
  دخپلې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دکندز ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته