سیاست

د وېش دروازې تړل کېدل دويمې ورځې ته وغځېدل

قندهار باختر د تلې  ۲۳ مه
د قندهار ولایت د سپین بولدک او چمن ترمنځ د وېش دروازه لا هم تړل شوې، خو د مسوولینو په وینا نن ناوخته او یا هم سبا به بېرته د پلي کسانو پرمخ پرانېستل شي.
د وېش دروازه پرون وروسته له هغې وتړل شوه چې افغان ځواکونو د پاکستانیو پوځیانو پر وړاندې د افغانستان په خاوره کې د اغزن سیم د  لګولو مخنیوی وکړ.
د باختر آژانس د سیمه ېيزخبریال د خبر له مخې؛
افغان ځواکونو پرون د قندهار د ښوراوک او سپين بولدک ولسواليو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري پر ډيورنډ کرښه غځیدلی اغزن سیم لرې کړ چې په غبرګون کې یې د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه.
سرچینه زیاتوي چې اوس د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او ممکن په نږدې وخت کې د وېش دروازه بېا ځل پرانېستل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته