نړۍ

سل تنه تاجکي اتباع د داعش په ليکوکې وژل شوي دي

دوشنبه- دويچه ويله- باختر د چنګاښ دمياشتې ٦
د تاجکستان جمهور رييس امام علي رحمان ويلي دي چې د دغه هيواد ١٠٠ تنه اتباع چې د منځنى ختيځ په هيوادونوکې د داعش د ډلې ترڅنګ جنګيږي؛ وژل شوي دي.
امام علي رحمان چې پرون يې د پوهنتون محصلانوته خبرې کولې؛ وويل: هغه کسان چې له داعش سره يوځاى شوي دي ، هيواد مور او پلار او حنفي مذهب ته يې خيانت کړى دى.
د افغانستان په ګاونډ تاجکستان کې د داعش د نفوذ له امله وېره هغه وخت زياته شوه چې د دغه هيواد د ځانګړو پوليسو قوماندان له داعش سره يوځاى شو. تېره مياشت يوه ويډيو خپره شوه چې له داعش سره د ده پيوستون ښوده.
دغه راز په لسګونو تنه تاجکي اتباع له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته