نړۍ

دپاکستان دبهرنيو چارو وزير له خپل امريکايي سيال سره په واشنګتن کې وکتل .

ايرنا  باختر د تلې  ديارلسمه :
دپاکستان دبهرنيو چارووزير خواجه محمد اصف  پرون دچارشنبې په ورځ دامريکا متحده ايالاتو ته په سفر کې له خپل امريکايي  سيال  ريکس تيلر سون سره وکتل او خبرې يې وکړې .
  باختراژانس دايرنا له خولې خبرراکړ ،درويترز  په ګډون ځينو نړيوالو رسنيو او دپاکستان  سيمه ئيزو رسنيو دامريکا دبهرنيو چارو له وزير سره دپاکستان دبهرنيو چارو دوزير خواجه محمد اصف  دکتنې خبر رسانه يي کړ.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت وياندې نفيس ذکريا هم په خپل  تويتر کې له ريکس تيلر سون سره دپاکستان دبهرنيو چارو دوزير دپرونۍ  کتنې يوعکس خپور کړى دى .
  ويل کيږي چې ددغو دواړو  هېوادونو ترمنځ دباور دفضا دپياوړتيا په برخه کې دوه اړخيزه موافقه ددوه اړخيزې  کتنې محورونه و او په دې کتنه کې په افغانستان کې دهند درول په باب د پاکستان جدي  ملاحظات امريکايي لورې ته  ابلاغ شوي دي .
دپاکستان رسنيو پرون خبر ورکړ ، چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف دامريکا متحده ايالاتو ته په سفر کې له خپل امريکايي سيال ريکس تيلر سون  او دامريکا دجمهور رييس دملي امنيت له سلاکار مک مستر سره ليده کاته او خبرې اترې کوي .
په افغانستان او داسيا په جنوب کې دامريکا دنوې ستراتيژى  په برخه کې دنظر څرګندول او دکشمير دموضوعګانو په برخه کې خبرې اترې  ددغې کتنې محورونه اعلام شوي و .
دامريکا او پاکستان  دجګپوړومقاماتو  لومړى کتنه په تيرو اوونيو او په وروستيو وختو کې او دملګروملتو دسازمان دعمومي  اسامبلې د دوه اويايمې غونډې تر څنګ او دپاکستان دصدراعظم شاهد خاقان عباسي او دامريکا دجمهور رييس دمرستيال مايک پنس کتنه په نيويارک کې وشوه .
  پنس په دې کتنه کې ټينګار وکړ چې امريکا له تروريزم سره دمبارزې اوپه سيمه کې دامنيت دټينګښت لپاره له پاکستان سره دهمکاريو ددوام غوښتنه کوي .
ده زياته کړه امريکا له پاکستان سره خپلو اړيکو ته زيات اهميت ورکوي او له دغه هېواد  سره ددايمي اړيکو ساتنه غواړي .
دترامپ مرستيال ددغې کتنې په پاى کې ويلي و چې له پاکستان سره دامريکا دساتنې او پراختيا لپاره دنويو لارو چارو دپيداکولو په لټه کې دى .
دياونې  وړ ده چې ترامپ دافغانستان په  باره کې دخپلې نوې ستراتيژى  داعلامولو په ترڅ کې اسلام اباد ته په اشارې سره اعلام وکړ چې امريکا نور نه شي کولاى  دطالبانو په ګډون په پاکستان کې دډلو دشتون په وړاندې چوپه خوله غوره کړي .
ده زياته کړه چې موږپه ملياردونو ډالره دپاکستان په واک کې ورکړي دي خو هغوى هغو ډلو ته چې دبې نظمۍ او دتاوتريخوالي عوامل دي ، دامن فضا ورکړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته