امنیت

شپږ ديرش تنه وسله وال مخالفين دپوليسو دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ووژل شول .

کابل باختر د لړم نولسمه :
  شپږ ديرش تنه وسله وال مخالفين په هغو جلا جلا امنيتي فعاليتونوکې ووژل شول چې دهيواد په ځينوسيموکې ترسره شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو  ساعتو کې دپروان ، قندهار ، زابل ، ارزګان ، خوست ، پکتيا ، کندز  او د کاپيسا دولايتونو په مربوطاتو کې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل .
دغه فعاليتونه له هغه وروسته  ترسره شول چې وسله والو مخالفينو  دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو نيت درلود .
ددغو فعاليتونو په بهير کې  شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول اووه تنه ټپيان او يوتن بل يې ونيول شو .
امنيتي خبرځايونه وايي چې ددغو فعاليتونوپه بهير کې وسله والومخالفينو ته دسردروند زيان په پکتيا ولايت کې اوښتى دى .
دغه راز دکورنيو چارو وزارت مقاماتو تاييد کړه چې امنيتي  ځواکونو دسرپل ، خوست او دپکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې دخپلو فعاليتونو په بهير کې  اووه ماينونه ترلاسه کړل
  دغه ماينونه نوي دوسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى کړي شوي وو چې دهغو په کشف او ترلاسه کولو سره  دڅو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته