سیاست

چين دافغانستان د سولې او امنيت دنړيوالۍ غونډې کوربه توبه کوي .

پيکينګ سينهوا باختر دکب دمياشتې ١٧
د چين دبهرنيو چارو  وزير   وانګ ئي نن اعلام وکړ چې دغه هيواد دراتلوونکي لمريز کال د وږي په مياشت کې دافغانستان دامنيت او سولې د نړيوالې غونډې کوربه توبه کوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دچين دبهرنيو چارو  وزير نن په پيکينګ کې خلکو دملي ګنګرې دکلنې غونډې ترڅنګ وويل   د دغه کنفرانس د  څوارلسو غړو او داته ويشتو ملاتړو  ډلو  بلن ليکونه به د ګډون لپاره   ډير ژر وليږل شي.
ده  وويل افغانستان له پخوا زيات  نړيوالو ملاتړو ته اړتيا لري او دغه غونډه به افغانستان کې د اجماع او دايمي سولې ته  درسيدو لپاره يو فرصت وي .
وانګ ئې  تيره  مياشت افغانستان ته  دسفر په بهير کې د دغه هيواد له  جمهور رييس او ددفاع او بهرنيو چارو له  وزيرانو سره  وکتل .
چين ټينګار کوي  چې افغانستان په  نازک زماني  پړاو کې دى او له دى سره جوخت سياسي او اقتصادي پياوړتيا ته اړتيا لري .
وانګ ئې نن وويل چې افغانستان به له نړيوالې مرستې پرته له موجودو شرايطو څخه په تيرنه شي.
ده  په افغانستان کې سياسي روغه جوړه او له  تروريزم سره مبارزه اوله دغه  هيواد سره  د  نړيوالې ټولنې   همکاري دغه   هيواد ته د سولى د راوستلو په  لاره کې مهم عوامل وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته