کابل باختردمرغومي ديرشمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د دويم مرستيال محمدکريم خليلي په مشرۍ د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې د جمهوري رياست د ارګ د ګلخانې په مانۍ کې جوړه شوه.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: لومړى د وزيرانو شورا د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د امريکايي پوځيانو بمبارۍ چې له امله يې يو شمېر ښځې او ماشومان شهيدان شول؛ په کلکه وغندلې او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان دولت له کلونوکلونو راپديخوا د افغانستان په کليو اوبانډوکې په بشپړه توګه د عملياتو د بندولوغوښتنه کوي. خو امريکايي پوځيان د ټولو دوه اړخيزو موافقو او د ورکړ شويوضمانتونوپرخلاف عمل کوي چې دغه عملونه د ملت دکرکې او نفرت سبب کيږي.
دغه راز دکابل ښار دلسمې ناحيې په لبناني رستورانټ کې د روان کال دمرغومي د مياشتې د اووه ويشتمې نيټې د جمعې د ماښام خونړۍ ځانمرګى بريد چې د يو شمېر ګرانو هيوادوالو د شهادت او ټپي کيدو سبب شو؛ د وزيرانو شورا له خوا په کلکه وغندل شو او د شهيدانوکورنيوته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو په څرګندولو سره د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه د پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسي روغتيا او د شهيدانو پاتې کسانو ته د جميل صبر هيله وشوه.
وروسته فريدون مومنداو د مومندو د قوم دوو تنومشرانو په غونډه کې ګډون وکړ او د ننګرهار او کونړ په ولايتونوکې يې د مومندو د قوم سيمه ئيزې ستونزې په مفصله توګه غونډې ته بيان کړې او زياته يې کړه: په ١٣٩١ کال کې د هغې کتنې په ترڅ کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس سره مو لرله؛ د مومندو د قوم ستونزې جمهور رييس ته وړاندې کړې او لارښوونه يې وکړه چې اړونده وزارتونه او ادارې دې په دې برخه کې عملي اجراات وکړي .
د عملي اجرااتو د رپوټ ورکولوپه مقصد د ملي دفاع ، انرژى او اوبو، لوړو زده کړو، کرنې او اوبو لګولو، ماليې او د سرحدونو او قبايلو د چارو وزيرانو او د سيمه ئيزو ارګانونو لوى رييس د مومندو د قوم د ستونزو د لرې کولو په لاره کې مفصل معلومات وړاندې کړل او مشخص پيشنهادونه يې طرحه کړل .
د وزيرانوشورا د مومندو د قوم د ستونزو په تاييدولوسره پريکړه وکړه چې وزارتونه او ادارې دې د مومندو د قوم د ستونزو دحل کولو په لاره کې عملي اجراات وکړي او د ماليې وزارت دې د مومندو د قوم د بيړنيو پروژو په مقصد پنځه مليونه ډالره د انرژى او اوبو وزارت په واک کې ورکړي او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست دې د وزارتونو او ادارو اجراات تعقيب او وڅاري او د جمهوري رياست عالي مقام ته دې رپوټ وړاندې کړي .
له اجنډاسره سم، دجمهوري رياست دويم مرستيال د اقتصادي کميټې د١٣٩٢ کال د لړم د مياشتې د اوومې نيټې دپريکړو په اړوند غونډې ته معلومات ورکړل. وروسته د ښارجوړولو د چارو وزير د پيروزي پروژې په نامه دسلواغې د شپږ ويشتمې پروژې د کار د دوام په باب د اقتصادي کميټې پريکړه غونډې ته بيان کړه او زياته يې کړه: د وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال د ثوردمياشتې دڅليرويشتمې نيټې له پريکړې سره سم د ښار جوړولو، ماليې او د اقتصاد وزيرانو د پيروزي پروژې د کار د دوام په لاره کې د همغږۍ غونډې جوړې کړې دي او د ستونزو دحل کولو او د پروژې د عملي کار د بهير دګړندي کولو په لاره کې يې مشخصې نظريې څرګندې کړې دي چې له دې جملي څخه کولى شو په پروژه کې د ځمکې دبيې د بيا تثبيت، د بانکي جاري حساب د پرانستلو، د مقدماتي کار د بهير د څارنې، د بيا جوړولو له پروژې څخه دپنځه سوه مليونو ډالرو د تعديل، د خصوصي سکټور د مشارکت د زمينې د براپرولو، په بې کوروکارکوونکو د استوګنې د نمرو د ويش او له مستحقوکسانو سره په لومړى فيزکې د يو مترمربع ځمکې له لسوڅخه تر پنځلسو ډالرو پورې د بيې د اخستلو يادونه وکړو.
د وزيرانو شورا له هراړخيزوخبرو وروسته د پيروزي پروژې د دوام په باب د ښار جوړولو، ماليې او اقتصاد د وزيرانو د موظف هيئت نظريې او وړانديزونه په اصولوکې تاييدکړل او د ښار جوړولو د چارو، ماليې او اقتصاد وزيرانو ته يې دنده وسپارله چې ددغې پروژې د استوګنې د يومترمربع ځمکې د بيې په تثبيت کې د موجودو اقتصادي امکاناتو په پام کې نيولو سره نوى نظر او اجراات وکړي.
دغونډې دکار په دوام د اقتصاد وزير دکسبګرو د ستونزو او د کسبګرو د ملي اتحاديې د وړانديز په باب غونډې ته معلومات ورکړل او ويې ويل: دکسبګرو اتحاديې د دوى له کاري بهير سره د دولت د هراړخيز ملاتړ په مقصد پرعايداتو باندې د مالياتو د قانون د٦٤، ٧٤او ٧٥ مادو د تعديل په غوښتنې سربېره د توليد او صنعت د برخو کسبګرو ته دپنځه کلن مالياتي معافيت او د ثابتې ماليې په توګه له ١٣٩٢ کال وروسته د مالياتو د تحصيل غوښتنه هم کړې ده چې د قانوني ستونزوپه نسبت د وزيرانو شورا له خوا د تصويب وړ ونه ګرځيدل.
دغه راز د اقتصاد وزير دګلبهار ټاور د پروژې دجوړولو دکار د څرنګوالى، دپروژې دکار د دوام او په دې برخه کې داقتصادي کميټې د پريکړې دڅرنګوالى په اړوند غونډې ته مفصل توضيحات وړاندې کړل او زياته يې کړه: پخوا د بيا بيا مصوبو او غونډو په ترڅ کې پريکړه شوې وه چې د ګلبهار ټاور پروژې ساختماني کار دوام ومومي او د دولتي ارګانونو او د ودانۍ د خاوند ترمنځ د ادعا وړ ساحې څخه رامنځته شوې حقوقي ستونزې د اړوندو مراجعو له لارې حل او فصل شي.
د وزيرانو شورا له مفصلو خبرو وروسته د وزيرانو شورا د١٣٩١ کال دغبرګولي د مياشتې د لومړۍ نيټې د لسمې ګڼې، د ١٣٩٢ کال د ثور دمياشتې د ديرشمې نيټې د لسمې ګڼې او د١٣٩٢کال دچنګاښ دمياشتې د اوومې نيټې د اتلسمې ګڼې مصوبو له لارښوونو او د جمهوري رياست د مقام د١٣٩٢ کال دتلې د مياشتې د شپږويشتمې نيټې د٤٧١٠ ګڼه حکم سره سم دګلبهار ټاور پروژې د جوړولو دکار د دوام په باب د اقتصادي کميټې پريکړه تاييدکړه.
وروسته د لوړو زده کړو وزير د هندوستان هيواد د ماسترى د دورې د تحصيلي بورسونو د ويش طرز العمل او دګروپي دولتي بورسونو په شرايطو برابر کانديدانو د انتخاب دطرز العمل ضميمه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ويل: په دې طرحه کې به د هندوستان هيواد د ماسترى د دورې له تحصيلي بورسونو څخه داستفادې د لومړيتوب حق هغو داوطلبانو ته ورکړى شي چې په تېرکال کې کانديد شوي دي، خو د منلو له بهيرڅخه پاتې شوي دي او په دې شرط چې د انګليسي آزموينې، د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د فراغت د سند، د دوه کلنې کاري سابقې او د نورو شرايطو په لرلو سره د دولتي ادارې د کارکوونکي په ګډون معيارونه يې بشپړ کړي وي چې په اصولوکې د تاييد وړ وګرځيد.
دوزيرانو شوراغونډه د افغانستان د خلکو د خير او فلاح په خاطر د دعايې په لوستلو سره پاى ته ورسيده.
1 5 دقیقې لوستل