سیاست

د جمهوري رياست د دويم معاونيت د دفتر رييس خپل کار پيل کړ

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
د جمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سروردانش، نن امير حسين حسيني د دويم معاونيت د دفتر د رييس په توګه معرفي کړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رييس دويم مرستيال د خپل دفتر د رييس د معرفي کولو په مراسموکې له ده څخه وغوښتل چې د موجودو قوانينو او مقرراتو پر بنسټ د افغانستان خلکو ته د خدمت په لاره کې خپله دنده په قاطعيت سره ترسره کړي.
په دغو مراسموکې د جمهوري رياست د دويم معاونيت د دفتر رييس د ځان په نسبت د جمهوري رياست د دويم معاونيت او د جمهور رييس د باور له امله د مننې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د هيواد له اساسي قانون او له نورو نافذو قوانينو او مقرراتو سره سرم خدمت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته