امنیت

په ننګرهار کې د هوايي بريدونو له امله طالبانو او داعشيانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
په ننګرهار ولايت کې  دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو  په نويو هوايي
بريدونو کې   دطالبانو  او دداعش ډلو ته دسر  دروند زيان واوښت .
په دغو هوايي بريدونو کې  چې په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت            په يوشمير سيمو کې ترسره شول   ددغو دواړو  ډلو  ٥٠ تنه غړي ووژل شول او شمير  نور  هم  ټپيان شول.
دغه بريدونه دافغانستان دهوايي پوځ اودناتود ځواکونوله خوا دطالبانو او  داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
دننګرهار ولايت په  خوږياڼيو ولسوالۍ کې دطالبانو په سنګرونو په لومړي هوايي بريد کې  ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې   هوايي بريد کې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه  نور ټپيان شول.
ده وويل  چې په دغو طالبانو په  خوږياڼيو ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي کې   بريد شوى دى.
ديوبل خبرله مخې :د ننګرهارولايت په کوټ ولسوالۍ  کې   دداعشيانو په سنګرونو  دهوايي بريد له امله  دداعش دډلې  لس تنه  غړي وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان شوي دي.
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو  ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې :  دداعش دډلې  ١٥ تنه غړي  دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په شونګري کلي  کې دهوايي  بريد له امله ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول.
دننګرهاردوالي وياند وايي چې په دغو بريدونوکې دداعشيانو اوطالبانو  څو سنګرونه  دړې وړې شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دداعش د ډلې ١١ تنه غړي دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په يو هوايي بريد کې وژل شوي دي .
ويل کيږي چې ددغو بريدونو په بهير کې دطالبانو او داعشيانو څو پټنځي  دړې وړې شوي  او په لسګونو جنګي وسايل يې له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته