امنیت

دوه تنه پوليسان او دملي امنيت يو کارکوونکى شهيدان شول .

کابل باخترد تلي څوارلسمه :
په کونړ ولايت کې تيره شپه  دوسله والو کسانو دبريد له امله  دوه تنه پوليسان اودملي امنيت يو کارکوونکى  شهيدان شول .
  دکونړ ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال  عبدالحبيب سيدخيل باختراژانس ته وويل  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملي امنيت يو کارکوونکى دوه تنه پوليسان  د کونړ ولايت  په  غازي اباد ولسوالۍ کې  په شخصي موټر سپاره و ،  او دندې ته روان و ،  چې بريد پرې وشو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دوى   دغازي اباد ولسوالۍ  په جلاله سيمه کې  دوسله والو کسانو له خوا  بريد وشو چې له امله يې  په دې موټر  دريو تنو سپرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
سيد خيل زياته کړه چې له پيښې وروسته دملي اردو ځواکونه  په ډير لنډ ممکن وخت کې سيمې ته ورسيدل  او په متقابلو ډزو کې  درې تنه وسله وال طالبان  ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته