جلال آباد باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د داعش د ډلې يو قوماندان ابوطاهر باجوړى له لسو تنو افرادو سره يې ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د داعش دغه جګپوړى قوماندان د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د افغان خاصو ځواکونو د عملياتو په بهيرکې له لسو تنو ساتوونکو سره يې چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و، ووژل شو.
ده وويل چې د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړوکې په آزادنه ډول د وسله والو تګ راتګ په دغه ولايت کې د داعشيانو د بشپړ له منځه تللو مخه نيولې ده.
مخکې له دې افغان او د ناتو مقاماتو ويلي و چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه له منځه يوړل شي.
پاىشکريه ذ
0 1 دقیقه لوستل