سیاست

انجينير محمد خان: د سلما بند د امنيت په وړاندې پراته خنډونه بايد په سملاسي ډول له منځه ولاړ شي.

کابل باختر د وږي  دويمه :
د سلما بند د محافظت په اړه جوړ شوي کميسيون خپله غونډه د اجرائيه رياست
د لومړي مرستيال انجينير محمد خان په مشرۍ لاندې په مرمرينه ماڼۍ کې
ترسره کړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ.
د سلمان بند د محافظت په اړه جوړ شوی کميسيون چې د دفاع، کورنيو چارو،
اوبو او انرژۍ، ماليې، فوائد عامې وزارتونو او د برېښنا لوی رياست
معينانو او استازو په کې ګډون درلود، خپله لومړنۍ غونډه د اجرائيه رياست
د لومړي مرستيال په دفتر کې ترسره کړه.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د غونډې ګډونوالو ته وويل: د سلما بند په
ګډون ټولې ملي پروژې د وطن د ښه راتلونکي ضمانت کوي.
هغه ددې ترڅنګ زیاته کړه چې دا لويې پروژې دي چې هېوادوال مو پرې ډاډه دي
او اميدونه يې ورپورې تړلي دي، د ملي وحدت حکومت ټول کارمندان مکلف دي چې ددغه هېواد د سترو ملي پروژو په ساتنه کې خپل ټول توان مصرف کړي.
د ياد کميسيون په غونډه کې د سلما بند د شته امنيتي تدابيرو د لا سختولو
په اړه ټینګار وشواوترڅنګ يې په سيمه کې د شته مسلکي پرسونل سربېره د
بند ټولو مربوطاتو کې د ښې ساتنې په خاطر د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو
ته دنده وسپارل شوه چې د سلما بند د چاپېريال د امنيت نيولو په خاطر خپل
ټول امکانات په کار واچوي.
همدا راز د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان د اوبو او
انرژۍ وزارت ته د بند له سیمې د حلقوي ديوال تاوولو، فوائد عامې وزارت
بند ته څيرمه د تېر شوي عمومي لارې بديلې لارې جوړولو، د برېښنا لوي
رياست ته د بند د شا و خوا سيمو د روښانولو او د سيمه ايزو ارګانونو
ادارې ته په سيمه کې د غصب شويو ځمکو د شخړې د ډير ژراوارولو هدايات
ورکړل او زياته يې کړه چې په دې اړه به د هيڅ يوې ادارې بې پروايي او په
کارونو کې ځنډ د زغملو وړ نه وي.
د غونډې ټولو ګډونوالو د موضوع اهميت او اغېزمنتيا ته په کتلو سره د
کميسيون مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې په ورسپارل شويو دندو کې به هيڅ ډول
ناغيړي ونه کړي.
د غونډې په پای کې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د وزيرانو شورا
دارالانشاء ته دنده ورکړه چې د کميسيون پرېکړې په بشپړ جديت سره تعقيب
کړي او په اړه يې خپل برابر کړی هراړخيز راپور د وزيرانو شورا راتلونکې
غونډې ته وسپاري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته