سیاست

د سترې محکمې رئيس د تاجکستان جمهوريت له لوى سفير سره وکتل

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٠ :
د سترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې مخکې د خپل کارپه دفترکې په کابل کې دتاجکستان جمهوريت له لوى سفير شرف الدين امام سره وکتل .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
لومړى د تاجکستان سفير د دغې کتنې د زمينې د برابريدو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه: دواړه ورونه او ګاونډي هېوادونه تاريخي اړيکې او ګډ اسلامي   او فرهنګي اشتراکات لري او زموږ رسالت دا  دى  چې دغه پيوندونه لا پسې پياوړي کړو چې له شک پرته به زه د تاجکستان د سفير په توګه په ټول توان سره ددغو اړيکو د لازياتې پراختيا او انکشاف زمينه برابره کړم .
ده وروسته د تاجکستان او افغانستان ترمنځ  د محکومينو د استرداد د تفاهم ليک يادونه وکړه  او د کشف او تحقيق په پړاوونوکې يې د قضيو د څيړنې  ځنډول د تفاهم ليک د تطبيق د لارې پرسر پراته چلنجونه وبلل او د دواړو هېوادونو د اتباعو د شخصي احوالو د مسئلو په ساحه کې د ځينو ستونزو د طرحه کولو په ترڅ کې، په قانونمند ډول د دغو شخړو د حل کولو غوښتنه وکړه. وروسته دسترې محکمې رئيس د دواړو ورونو او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو  او د ګډو اړخونو شتون د اړيکو د لا زيات ټينګښت مهم عامل وباله  او زياته يې کړه چې د افغانستان محکمې د دغه هېواد په اتباعو پورې د اړوندو  قضيو په ګډون د ټولو قضيو په څيړنه کې له پوره چټکتياڅخه کار اخلي او هلې ځلې کوي چې په ټاکلو قانوني وختونوکې د هغو په حل او فصل کولو لاس پورې  کړي، سره له دې هم ستره محکمه حاضره ده چې په دې برخه کې د تاجکستان د لوري د ټولو وړانديزونو په باب غور وکړي.
د سترې محکمې رئيس دغه راز د دواړو هېوادونو د قضايي بنسټونو ترمنځ دښو اړيکو د ټينګښت په مقصد وړانديز وکړ چې د دواړو دولتونو د قضايي همکاريو د موافقه ليک په باب کار وشي چې له شک پرته په قضايي اړيکوکې د ښو آسانتياوو په برابرولو او په سمه توګه د تفاهم ليک په تطبيق کې ښه شرايط برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته