امنیت

په پکتیکا کې اووه ملکي وګړي په چاودنه کې ووژل شول

کابل/دلړم۱۲مه/باختر
د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ په سلطانو سیمه کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
یوې سیمه ییزې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
په ورته وخت د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارين هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د تېرې شپې په چاودنه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ویل کېږي د پېښې شپږ قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته