۳- کابل / د لړم ٢٩ مه / باختر
څوارلس وسله وال طالبان پرون مازيګر په بلخ کې ووژل شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: يوشمېر وسله والو طالبانو د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه وکړل چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
رضایي زیاته کړه: په دې پيښه کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور یې ټپيان شول.
پاى \ ذ
8 د یوې دقیقې څخه لږ