امنیت

دوه تنه په ننګرهار کې له داعیش سره په همکارۍ ونیول شول .

-کابل د وږي ۳۱ باختر دوه تنه چې ویل کېږي په ننګرهار کې د داعیش ډلې ته سر تیري جزبول ونیول شول . دغه کسان پرون ناوخت د کامې ولسوالۍ بازار کې د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شول . د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغو کسانو د ځوانانو په غولولو سره غوښتل د داعش ډلې ته سرتیري جزب کړي . نیول شویو کسانود پولیسو په لومړیو تحقیقاتو کې د داعش په ډله کې په غړیتوب اعتراف کړی دی او ویلي یی دي چې په ننګرهارکې د دغې ډلې په لیکو کې د ځوانانو جلب او جزب ته مامور وو . د داعش ډلې په دې باب څه نه دي ویلي. پاى- سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته