امنیت

کابو ٤٠ کيلوګرامه چرس په پنجشير کې ضبط شول

بازارک باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :
کابو ٤٠ کيلوګرامه چرس پرون په  پنجشير ولايت  کې کشف اوضبط شول.
دپنجشير ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې  دپوليسو مدير سمونيار ګلستان عاصم باختر آژانس ته وويل ؛ دغه چرس چې په يوه کرولا ډوله موټرکې ځاى پرځاى کړاى شوي و؛ د دغه ولايت د خنج ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف اوضبط شول .
عاصم زياته کړه چې د دغې قضيې په اړوند يو تن نيول شوى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته