امنیت

په بورکې ولسوالۍ دطالبانو ناکام بريد

پلخمري \ باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
دبغلان ولايت په بورکې ولسوالۍ دطالبانو بريد  ناکام کړاى شو.
يرغلګرو تيره شپه په فلول تنګي  کې د دغې ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه  
وکړل خوپه پاى کې دپوځيانوله تند غبرګون سره مخامخ شول او دتيښتې لاره  يې       غوره کړه.
دبغلان ولايت دبورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدعلي  باخترآژانس ته وويل  چې په دې   نښته کې يو يرغلګر ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل چې يرغلګرو دبورکې ولسوالۍ دنيولو په نيت  په بريد لاس پورې کړى و  خوکله چې دپوځيانو له تند غبرګون سره مخامخ شول دتيښتې لاره يې غوره کړه.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې يو سرتيرى ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته