امنیت

لس تنه وسله وال طالبان د هوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شول

کابل باختر د زمري اوومه :
لس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې وووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې د فراه ښار ته څېرمه  بريد وشو . .
  د هېوادپه لويديځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې په  دې هوايي بريدکې ١٠ تنه  وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: وسله والو طالبانو د يولړخونړيو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې پرې بريد وشو .
ويل کيږي په دې بريدکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې  د طالبانو يو پټنځي هم دړې وړي شوى دى.
ختم _ ج _ اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا