روغتیا

دشيري ناروغي دسالنګي ماشومانو ته يو ګواښ دى

کابل باختر د سلواغي شلمه

دپروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې دشيري ناروغي خپره شوې ده .

درا رسيدلو خبرونو له مخې : ددغې ناروغۍ له امله تراوسه پورې دسالنګ ولسوالۍ په کوکلامي سيمه کې  دوه تنه ماشومان وژل شوي دي.

تراوسه پورې په دغې پرته سيمه کې دشيري په ناروغۍ داخته کسانو شمير نه دى ترلاسه شوى ، خو دپروان ولايت دعامې روغتيا چارواکي وايي: هغوى هلې ځلې کوي چې يو روغتيايي ټيم دغې لري پرتې اووارې ډکې سيمې ته واستوي .

ويل کيږي چې دواورې داورښت له امله کوکلامي سيمې ته تګ چې دشيري ناروغۍ پکې خپره شوې ،ستونزمن شوى دى .

داپه داسې حال کې ده چې دروغيتايي چارواکو ويلي و.هغوى په سالنګ ولسوالۍ کې دهيواد دنورو سيمو په شان ماشوما نو ته دشيري ضد واکسين کړي دي ..

دپروان ولايت دعامې روعتيا رييس ډاکتر سعيدي دباختر له اطلاعاتي اژانس  سره په خبرو کې دسالنګ ولسوالۍپه کوکلامي سيمه کې ددغې ناروغۍ خپريدل تاييدکړل، خو په دغې ناروغي داخته کسانو له شمير څخه يې بې خبري وښودله .

ده وويل : ښايي ديوې کورنۍ ماشوما ن  دشيري په ناروغي  اخته شوي وي ، خو په دې ناروغي داخته شويو کسانو دشمير دڅرکندولو لپاره هڅه کوو چې يو روعيتايي ټيم له يوې اندازې واکسين سره دغې سيمې ته واستوو.

دپروان ولايت دعامې روعيتا رييس  ځينې کورنۍ دخپلو ماشومانو دواکسينولو په باب په بې پروايي تورنوي  او وايي چې په سالنګ کې ددغې ناروغۍ خپريدل هم ددې بې پروايي زيژنده دى .

په دې حال کې سيمه ييزو اوسيدونکو دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: چې څه ناڅه شپږ تنه ماشومان  په  کوکلامي سيمه کې د شيري په ناروغي  داخته کيدو له امله  مړه شوي دي .  خو  دپروان دعامې روغتيا رييس  په دغه ناروغي  ددوو تنو اخته ماشومانو مړينه تاييدوي .

دکوکلامي په لري پرته سيمه کې څه ناڅه  پنځلس زره تنه اوسيدونکي ژوند کوي  په دې سيمه کې دشيري دناروغي  خپريدل کولي شي  په دغه ناروغي اخته کسان دماشومانو په منځ کې دناورين  سبب شي .

 شيري  يوه عفوني ناروغي دى  چې د ار ان اي  ډوله ويروس څخه  رامنځته کيږي .

 داناروغي  چې زياتره  کوچني ماشومان  پري اخته کيږي  دنه مخنيوي  او  وقايي په صورت کې له سالندي  وروسته   دماشومانو دکمزورتيا سبب کيږي . دنري رنځ  ،  دمغزو دورم ،  نس ناستي ، دشبکوري په شان د ناروغيو او آن دمړينې سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته