امنیت

په بادغيس کې ددوو قومونو ترمنځ مرګانۍ نښتې .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
په بادغيس ولايت کې ددوو قومونو ترمنځ جګړه کې څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دبادغيس دولايتي شورا مرستيال فريد اخيزي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه جګړه دنيازي دقوم  محمدعثمان په مشرۍ او دڅلورو ورونو له قوم څخه دنور الله په مشري  پرون له غرمې وروسته دبادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ په نخچرستان سيمه کې ددوو قومونو ترمنځ ونښته .
اخيزي  څرګنده کړه چې دجګړو دسختوالي له امله دسيمې اوسيدونکي له خپلو مېنو او کورونو څخه وتلي او ګاونډيو کليو ته يې پناه وړې ده .
همدا او س دنخچرستان ساحه دوسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته