– کابل / د وري ٢٤مه / باختر
د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي بېړنۍ کمېټې پرون د کابل ښار په ګڼ مېشتو سيمو درمل وشيندل.
د کابل ولايت د مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دغو سيموکې ديارلسمه ناحيه، د قصابيو کوڅه، نوى ښار، د وزير محمداکبر خان او د کابل ښار نورې ګڼ مېشتې سيمې شاملې دي.
دغه کار د روغتيايي کارکوونکو او د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي د بېړنۍ کمېټې د رضاګارو ډلو له خوا ترسره شو او تاکل شوې ده دغه بهير د کابل ښار په ټولو سيمو کې دوام وکړي.
ختم – ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ