ټولنه

په کابل کې دوه سوه پنځوسو کورنيو د څښاک له اوبو برخمن شول.

کابل / دوږي ١٣مه / باختر: دوه سوه پنځوسو کورنيو نن د کابل د بګراميو ولسوالۍ د کوز بتخاک په کلي کې د څښاک اوبو ته لاسرسۍ وموند. د کليو د بياجوړولو اوپراختيا وزارت وياند نن د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وزارت د ولسي تړون له لارې د څښاک د اوپو د يوولسو څاګانو په کيندلو چې ٦٠ متره ژورتيا لري د ٢٥٠ کورنيو لپاره د څښاک اوبه برابرې کړي دي. هغه وويل چې د دغې پروژې په جوړولو کې څه د پاسه يو ميليون افغانۍ لګښت راغلى دى. ختم_ شکريه+_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته