کابل، د غوايي ۱۳مه، باختر
د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ څخه باختر اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې ولسوالۍ د قمرک سیمې په دنګور کلي کې د یوې ویالې د کیندنې پر مهال د پانډ (کمر) د لوېدو په پېښه کې ۶ تنه ژوبل شوي او یو تن مړ دی.
د پرچمن ولسوال مولوي محمدیاسین (ابودوجانه) باختر اژانس ته ویلي، چې پولیسو او د ژغورنې ډلې سیمه ته پر وخت ځانونه رسولي او ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي دي.
د نوموړي په خبره ژوبلو کسانو کې د درې تنو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی او دا مهال د ډاکټرانو تر ځانګړې پاملرنې لاندې دي.