کابل باختر د مرغومي دريمه :
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل په لومړي بريد کې چې دخوږيانيو ولسوالۍ دمريخيلو په ساحه کې ترسره شو درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دمشرقي وال دڅرګندونو له مخې، په وژل شويوکسانو کې يو پاکستاني طالب هم شامل دى.
مشرقي وال زياته کړه: دبې پيلوټه الوتکو په دويم بريد کې چې دلعل پورې ولسوالۍ دمچ ميکي په ساحه کې ترسره شو دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان ووژل شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ