نړيوالې خبري منابع باختر دغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د ترکيې له جمهور رئيس رجب طيب اردوغان سره وکتل او خبرې اترې ورسره وکړې.
ظريف چې د يوه رسمي سفر لپاره ترکيې ته تللى دى، دترکيې د جمهوري رياست په ماڼۍ کې له اردوغان سره وکتل.
په دې کتنه کې چې له خبريالانو پرته او ٥٥ دقيقه يې دوام وکړ، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هم حاضر و.
د ايران د بهرنيو چارو وزير په يوه مرکه کې اعلام وکړ: انقرې ته زما د سفر هدف د ترکيې له جمهور رئيس او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره کتنه، د دوه اړخيزو مسئلو، د سيمې د بدلونونو، سوريې او د نورو مسئلو په باب خبرې اترې دي.
0 1 دقیقه لوستل