امنیت

دوو غير مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د زمري  دريمه :
په غور ولايت کې ددوو غير مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تيره شپه دمولوي احمد شاه او دغير مسوول وسله وال قوماندان شاه ولي  دډلې دافرادو ترمنځ ونښته  له دواړو لورو څخه دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې: امنيتي ځواکونه  دامنيت  دتامينولو لپاره ساحې ته استول  شوي او اوس په ساحه کې  حالت عادى دى خو امنيتي ځواکونو دقضيې دعاملينو دموندلو او نيولو لپاره دپلټنې عمليات پيل کړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته