امنیت

د يوه ازبکستاني جګړه مار په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١١
د يوه ازبکستاني په ګډون ٤ تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د فارياب ولايت مرستيال او سرپرست عبدالستار بارز د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړې د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونښتې چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ملا داوود او د دغې ډلې درې تنه غړي چې يويې د ازبکستان تبعه دى ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې: دوه تنه وسله وال طالبان د شيرين تګاب په ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
ويل کيږي؛ دغه کسان د فارياب ولايت د پوليسو د ځواکونو د هلوځلو او د سيمې د خلکو د هڅونې له امله عادي ژوندانه ته ستانه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته