سیاست

د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا غونډه ترسره وکړه

-کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
دافغانستان داسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا غونډه پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د اجنډا مطابق د پنځو لویو ښارونو (هرات، جلال اباد، قندهار، مزار شریف او خوست) د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ طرحو او د پنځو لویو ښارونو لپاره د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ د تطبیق پر طرحو بحث وشو او وارزول شوې.
لومړی جمهوررئیس غني د غونډې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د ساساکي کمپنۍ له لوري د جامع، له محتوا ډکو او د اوسني وخت  مطابق طرحو ترتیبولو له امله یې ورڅخه مننه وکړه.
وروسته، د نړیوال بانک تخنیکي مسوول د ښارونو د ستراتېژیک انکشاف په تړاوو د جمهوررئیس له لیدلوري او پاملرنې خوښي وښوده او د افغانستان ټیم څخه یې مننه وکړه.
په دوام د ساساکي کمپنۍ مسوول د پنځو لویو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف د چوکاټ طرحو په اړه ټولیز معلومات وړاندې کړل او د یادې کمپنۍ نورو مسوولینو هم په دې اړه خپلې طرحې وړاندې کړې، زیاته یې کړه چې په دې طرحو کې د ښارونو، لرغونو سیمو، د اوسېدو سیمو، سوداګریزو سیمو، تحصیلي سیمو، د پانګونې سیمو او اقتصادي سیمو لپاره  د پراختیا وړ نقطې مشخصې شوې دي.
د هیواد جمهوررئیس د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته، د پنځو لویو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ په پرنسیب کې تائید کړ او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته یې دنده وسپارله چې د یادو طرحو د عملي کولو لپاره باید د ټولنې د اړتیاوو پر اساس کار وشي. 
همداراز جمهوررئیس وویل، دغه طرحې دې د ورکشاپونو او کنفرانسونو له لارې له خلکو او پوهنتونونو سره شریکې شي، ترڅو په یوه ملي بحث بدلې شي.
وروسته د اجنډا مطابق د ښار جوړولو او ځمکو وزارت معین د پنځو لویو ښارونو لپاره د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ د تطبیق طرحې غونډې ته وړاندې کړې.
هغه وړاندیز وکړ چې په غوره ډول د دغو طرحو د تطبیق لپاره ورته ۲۰ ورځې وخت ورکړل شي، ترڅو له والیانو، ښاروالانو او اړوندو ادارو سره غونډې جوړې کړي او وروسته د خپلو پایلو تحلیل او شننه په یوې غونډه کې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته وویل، په غوره ډول د دغو طرحو د تطبیق لپاره دې د ویډو کنفرانس له لارې له والیانو سره غونډه جوړه شي.
هغه زیاته کړه، د هغوی لپاره به د دې طرحو د عملي کولو په موخه هر ډول اړتیا وړ امکانات برابر کړو.
جمهوررئیس د غونډې په پای کې له ساساکي کمپنۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، دغه طرحې له موږ سره مرسته کوي چې په کومه سیمه کې پانګونه وکړو او کومې برخې ته لومړیتوب ورکړو او مخکې ولاړ شو.
همداراز غونډې لاندې پرېکړې وکړې:
• د دې طرحو د غوره تطبیق په موخه دې د جمهوري ریاست په کچه یوه کاري کمېټه جوړه شي، ترڅو د همکارۍ ډول او د ادارو همغږي، د تطبیق څارنه او ارزونه، تعدیلات او د پنځو لویو ښارونو د طرحو د تطبیق لپاره د عملي پروسو رامنځته کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.
• د تطبیق، څارنې، ارزونې او د دې طرحو د تطبیق څرنګوالي په موخه د پنځو لویو ښارونو د والیانو او هغو ولایتونو چې په راتلونکي کې د ساساکي برنامې تر پوښښ لاندې راځي، تر نظر لاندې د دویمي واحدونو ترمنځ د همغږۍ کمېټه جوړه شي.
• د ښاروالانو تر نظر لاندې دې تخنیکي کمېټه جوړه شي او خپل راپور دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
• دغه طرحې دې په ۲۰ ورځو کې له والیانو، ښاروالانو، عامو خلکو او پوهنتونونو سره شریکې شي او د تطبیق لپاره دې د هغوی نظریات واخیستل شي او د هر ولایت طرحه دې د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا ځانګړې غونډې ته له اړوندو ولایتونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې دطرحو د عملي کولواو د ادارو د همکارۍ څرنګوالي په اړه د نظریاتو اخیستو په موخه، وړاندې شي.# پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته