ټولنه

د تخار عالمانو د جګړې د بندولو او د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د تخار عالمانو په يوه غونډه کې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او د جګړې د سملاسي بندولو غوښتنه وکړه.
د حج او اوقافو وزارت نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرو رکړ چې د تخار ملا امامانو، خطيبانو او د عالمانوشورا د سولې له بهير سره خپل ملاتړ اعلام کړ او په افغانستان کې یې د روانې جګړې د بندولو غوښتنه وکړه.
د تخار د حج او اوقافو رييس عبدالباري راشد، د تخار د عالمانو شورا رييس او نورو عالمانو په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټینګښت او د جګړې د بندولو په خاطر د افغانستان او پاکستان د عالمانو له متفقو هلوځلو څخه ملاتړ او په افغانستان کې د روانې جګړې د تحريم په خاطر د حرمين الشريفين د امام د وينا د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې مشهور عالمان او د اسلامي هېوادونو معتبر سازمانونه په افغانستان کې روانه جګړه حرام او ناروا بولي او روانه جګړه، ورور وژنه او مسلمان وژنه بولي او دغه جګړه بايد د افغانستان اسلامي جمهوري نظام پر وړاندې دوام ونه کړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته