سیاست

تبصره

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
دهېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه دافغانستان دخلکو دهغو دښمنانو په وړاندې چې غواړي  دغه هېواد دډار اچوونکو دجګړې په ډګر بدل کړي .
خپل ټترونه دال کړي دي او دملي هېوادنيو اواسلامي ارزښتونو په خاطر جنګېږي .  دهغوى سرښندنې او ځان تيريدنې  ددرک وړ دي او دهېواد ټولو خلکو ته درناوى دى .
دباختراژانس مفسر ليکي :  په افغانستان کې  جګړې اوپه بېلابېلو ولايتونو کې په ځېنو ولسواليو او کليو  د ډار اچوونکو ډلو  واکمنى ته په پاملرنې سره ، خلک  تل پوښتنه کوي  چې طالبآن  هغه ډله چې په افغانستان کې دنړيوال ائتلاف دبريدونو په پيل کې  شتون يې  صفر ته ورسيد .  څه ډول بيا تنظيم شول او نه يواځې دپښې ايښودلو ځاى بلکې  هغه ځاى ته ورسيدل  چې په افغانستان کې  دسولې او جګړې په خبرو کې يولورې  شول .
  دغه پوښتنې ته ځواب کولاى شو  دې موضوع ته  ارتباط ورکړو  چې نړيوال ائتلاف  ددغې پديدې  پرخلاف جګړه کې د ډار اچوونکو دملاتړ په نسبت دپاکستان  دڅو اړخيزو لوبو  ښکار شو .
  هر څه چې وشول  اوس په بيجينګ کې دشيانګ ددفاع په اتمه غوڼډه کې  دهېواد ددفاع دوزير  دمرستيال په خبره  په افغانستان کې  دډار اچوونکو شمير  کابو  پنځوسو زرو تنو ته رسېږي   چې  د ډار اچونې ديو ويشتو ډلو  په قالب کې  يې افغانستان د ډار اچوونکو سازمانونو  دجګړې په ډګر بدل کړى دى .
ددغو ډلو  دبشري ضد او انساني ضد  کړنو په وړاندې دهېواد  درښتينو بچيانو دريدل تاريخ جوړونکى  شوې دي .
سرښندنې او ځان تيريدنې ددغو متحجرو ډلو په وړاندې پاڅون افتخاري مرګونه  دي چې ددې هېواد  دخلکو په ازادي غوښتونکي تاريخ کې  زياتېږي .
  نړۍ او دسيمې هېوادونه د ډاراچوونکو له ملاتړو پرته  په دې پوهېږي  چې دافغانستان ځوانان  دډار اچوونکو پرخلاف دجګړې لومړى کرښې ته استول شوي دي که چيرې دوى نه واى نن به په سيمه کې د ډار اچوونکو دشتون جغرافيه پراخه شوې واي .  خو دغه  درېدنې  ددې سبب شوې  چې د ډار اچوونکو  دسيمه ئيزو موخو په وړاندې خنډ رامنځته شي . 
په لنډه توګه  کولاى شو ووايو  چې نه يواځې دافغانستان خلک بلکې دسيمې هېوادونه  د ډار اچوونکو په وړاندې ددې هېواد درښتينو بچيانو دروا مبارزې  مديون دي .
ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته