امنیت

په هرات کې د طالبانو ترمنځ د جګړې له امله پنځه ويشتو تنو ته مرګ ژوبله

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ترمنځ دجګړې له امله پنځه ويشتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
په دې جګړه کې چې د جګړه مارو طالبانو ترمنځ ونښته؛ د ملا صمد لس تنه افراد او د ملاننګيالي د ډلې يو تن وژل شوي دي.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات وايي: په دې جګړه کې چې نن سهار په زيرکوه په سيمه کې ونښته؛ له دواړو لور څخه ١٤ تنه ټپيان شوي دي .
داسې خبرې شته چې د دغې جګړې د پيل اصلي علت د جګړه مارو او ياغي ډلو ترمنځ خپل منځني اختلافونه دي.
دا لومړى ځل نه دى چې د پوځي مليشو ترمنځ خپل منځي جګړې د سر زيان اړوي؛ يوه مياشت مخکې هم د طالبانو ترمنځ د ورته جګړې له امله څه ناڅه شلو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
داپه داسې حال کې ده چې د ملا عمر له مړينې وروسته د طالبانو ترمنځ د ده د ځاى ناستى پر سر اختلافونو زور اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته