امنیت

د ملي اردو ځواکونو چانیز عملیات په بریا سره پر مخ روان دي

کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې ۹ نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه ۱۳ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات او ۸۷ کماندویي دندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړل.
دغه ګډ عملیات د ننګرهار، لغمان، غزني، لوګر، پکتیا، کندهار، ارزګان، غور، فاریاب، تخار، کندز او د هلمند په ولایتونوکې تر سره شول چې د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د زرغون شهر په سیمه کې یو تن ترهګر وژل شوی، یو تن ټپي، یو میل دهشکه، یو میل زیکویک، دوه بورۍ چاودیدونکي توکي او یو شمیر مهمات له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر او د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د کاریزک په سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي .
د هلمند ولایت د نادعلي، سنګین او ګرشک په ولسوالیوکې هم ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو میل m۱۶ او یو موټر سایکل لاسته راغلی او ۹ ماینونه کشف او شنډکړی شوي دي.# پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته