خبرونهاقتصادټولنهTOP

کابل؛ د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د پلولارو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د کب ۶مه، باختر

کابل ښاروالۍ د دغه ښار د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د پلو لارو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

دغې ادارې ویلي چې د  خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې دواړو غاړو ته د ۳ زره ۷۱۰ مترو په اوږدوالي او له ۲.۶  څخه تر ۳ مترو په سور سره د پلو لارو د جوړولو چارې پیل شوې.

د یادونې وړ ده چې د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو په پروژه کې له سرای شمالي چوک څخه تر کوتل بازار پورې کین اړخ ته، د پلولارو، لښتیو، پلچکونو، استنادي دېوالونو، تمځایونو، ګلدانونو، د روښنایي سېستم جوړول او د یوه معیاري سړک ټول جزئیات شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته