سیاست

په هلمند کې د استيناف محکمې نوي رېیس په دندې پیل وکړ

لښکر ګاه باختر د وږي د مياشتې ۲۱ مه
د سترې محکمې عالي شورا په وړانديز او د جمهوري رياست د حکم په اساس د هلمند استناف محکمې لپاره لعل آقا پتوال د نوي رييس په توګه ټاکل شوی، چې نن يې په رسمي توګه خپله دنده پېل کړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د هلمند والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پر مهال د مخکني رييس محمد سلېمان رسولي کړنې وستايلې او زياته يې کړه چې رسولي په استناف محکمه کې د تېر په پرتله ژور اصلاحات او بدلونونه رامنځته کړل.
هغه، اوسني رييس لعل اقا پتوال ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ په قضايي چارو کې د لا شفافيت،اصلاحاتو او پر محکمو د خلکو د باور د زياتېدو غوښتنه وکړه.
حيات زیاته کړه چې محکمه يوه ازاده او خپلواکه قوه ده او هيڅ زورواکي ته به پکې د لاس وهنو اجازه ورنکړل شي.
په همدې مهال د سترې محکمې څخه د ورغلي پلاوي يوه غړي مولوي عبدالرحمان رحيمي وویل چې د هېواد په محکمو کې تازه بدلونونه د اصلاحاتو د راوستولو په موخه شوي دي.
د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل، محکمه د عدالت کور ياد کړ او له نوي رييس څخه يې غوښتنه وکړه، چې په هلمند کې د پخوانيو ستونزو او دوسيو څېړنه له سره وکړي او عدالت تامين کړي.
د استناف محکمې لپاره نوي ټاکل شوي رييس لعل آقا پتوال بیا په خپلو خبرو کې د سترې محکمې له رهبرۍ او جمهور رييس څخه د مننې کولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د خپل ماموريت پر مهال به د عدالت تامين، د قانون تطبيق او محکمه کې د اړتيا وړ اصلاحات رامنځته کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته