امنیت

په لغمان کې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول

کابل باختر دليندى څوارلسمه
په لغمان ولايت کې د پوځي عملياتو په دوام، پوځي مقاماتو د ډار اچوونکو له شتون څخه د عليشنګ – دولت شاه د لويې لارې په دواړو خواوو کې د څو کليو د پاکولو خبر ورکړ.
دغه پوځي عمليات له پرون سهار څخه د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو تنو ځواکونو په ګډون پيل شول اودغه راز دوام لري.
پوځي مقاماتو د دغوعملياتو د ترسره کولو هدف د ډار اچوونکو له شتون څخه د عليشنګ – دولت شاه د لويې لارې پاکول بولي چې په دې وروستيو وختوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د پراخو فعاليتونو او شتون ډګر و.
د سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: په تيرو ٢٤ ساعتوکې د دغو عملياتو په بهيرکې څو کلي د عليشنګ- دولت شاه د لويې لارې په دواړو خواو کې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي: د دغو عملياتو په بهيرکې درې  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول
پرون هم ددغو عملياتو په بهير کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه د عليشنګ – دولت  شاه  د لويې لارې تر بشپړ پاکولو پورې به دوام وکړي.
ختم _ عطا الله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته