اقتصاد

دماليې وزير داتصالاتو دمخابراتي شرکت له مسوولينو سره وکتل

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي  پرون داتصالاتو  شرکت له اجرائيوي رييس صلاح زرق الراس سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې ددواړو لورو دمخابراتي  سکتور دهڅونې ،په  دې برخه کې دموجودو ستونزو، دښو او ارزښتناکو خدمتونو دوړاندې کولو  ، دهېواد په کچه  مخابراتي خدمتونو ته دخلکو زيات لاس رسي ، ددغه شرکت دستونزو دڅيړنې او دمالياتو دورکولو دميکانيزم په باب خبرې  اترې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته