امنیت

دلوګروالي په دغه ولايت کې دامنيتي ستونزو درامنځته کيدو په باب خبرې وکړې

کابل باختردوږي دمياشتې ١٦ :
دلوګروالي وايي  چې په دغه ولايت کې ناامنيو جدي ستونزې پيداکړي دي اوپه دغه ولايت کې دامنيتي پروژو دتطبيق په لاره کې يې خنډونه پيداکړي دي.
دباخترا ژانس دخبرله مخې ، طاهرخان صبري دغه څرګندونې  ددغه ولايت دامنيتي چارو دهمغږي په غونډه کې  چې نن  جوړه شوه بيان کړې .
په دې غونډه کې  دلوګرولايت دمرکز اوداړوندو ولسواليو دامنيتي مسوولينو په گډون سربيره  قومي مشرانو د ٢٠٣ تندر قول اردوقوماندان محمدشريف يفتلي د ٢٠٥ زون قوماندان عصمت الله عليزي ، دلوګرولايت  دامنيت رييس او ددغه ولايت دبيلابيلو ادارو رئيسانو اومسوولينو ګډون کړي وو.
دلوګروالي طاهرخان صبري وويل: په لوګرکې ناامنيو زياتي ستونزې پيداکړي دي  اوپه مسقيمه توګه يې دبيا جوړولو دپروژو په کار اوپه نورو برخو کې منفي اغيزې کړي دي .
دلوګروالي زياته کړه : هغه جګړه چې دځينو بهرنيو هيوادونوله خوا په موږ تپل  شوې ده لازمه ده  چې دهغې دله منځه وړلو اوشنډولو په لاره کې لازمې هلې ځلې وکړو اوکورنيو اوبهرنيو دښمنانو ته اجازه ورنکړو چې زموږ هېواد له دې زيات ويجاړشي .
دلوګرولايت يوتن مخور عبدالوکيل وويل : په لوګرکې دناامني لمن کرارکرار پراخه شوې ده اودلوګرولايت له خلکو څخه يې وغوښتل  ددوى هغه بچيان چې دمخالفينو په ليکو کې فعاليت کوي  په دې پوه کړي چې جګړه دحل لاره نه ده اوبايدله دولت سره همکاري وکړي.
ده دبهرنيو ځواکونو په ځينو خپل سريو  نيوکې وکړې  او د دغه شان ستونزو دپاى ته رسولو غوښتنه يې وکړه .
په دې غونډه کې په لوګرکې دامنيت دښه والي په مقصد چې هغه  دکابل جنوبي دروازه بلل کيږي يولړ تصميونه ونيول شول .
چارواکي وايي چې ددغې غونډې نتيجې به ډيرژر محسوسې وي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته