کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې دامنيتي ځواکونوپه پرونيو پوځي عملياتو کې څلور څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه د هېواد په بيلابيلو سيموکې ترسره شول .
دغه ګډ عمليات دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دکونړ ، کاپيسا ، پکتيا ، لوګر ، خوست ، غزني ، قندهار ، روزګان ، زابل ، بادغيس ، هرات ، کندز ، بدخشان ، فارياب او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ