امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان په لوګر کې دخپلو ماينونو قرباني شول .

کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي  طالبان په لوګر ولايت کې ددوى له خوا د ښخ کړي شويو ماينونو دچاودنې له امله ووژل شول .
دغه پيښه دتيرې  شپې  ديوولسو بجو په شاوخوا کې دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښار پورې اړوند دهوني سيدانو په کلي کې  هغه وخت رامنځته شوه چې دغو دوو تنو طالبانو غوښتل چې په سړک کې ماين ښخ کړي .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالولي توپان دباخترژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه وسله وال طالبان په سړک کې ددوى له خوا دښخ کړي شويو ماينونودچاودنې له امله ووژل شول .
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونو له مخې، په دې چاودنه کې چاته زيان نه دى اوښتى .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په گن ميشتو سيمو او لارو کې دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس  پورې کوي هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته