کابل باختر دثور شپاړلسمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دوه تنه ډار اچوونکي دتخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې ونيول .
دغو کسانو غوښتل چې دتخار ولايت په يوه ګڼ ميشته سيمه کې ځانمرګى بريد ترسره کړي .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
نيول شوي کسان محمد ابراهيم اومحمد ايوب نوميږي او محمد ايوب چې دمصعب په مستعار نامه هم ياديږي اقرار کړى دى چې دځانمرګي بريد دترسره کولو لپاره چمتو شوى و او دقوماندان طوره په لارښوونه يې غوښتل دتخار ولايت په يوه ګڼ ميشته سيمه کې ځانمرګي بريد ترسره کړي .
په خبر کې ويل شوي دي چې محمد ابراهيم سيمې ته ددغه ځانمرګي يرغلګر دليږدونې مسووليت په غاړه درلود .
نيول شويو کسانو دغه را اعتراف کړى دى چې دتخار ، بغلان او دکندز دولايتونوپه مربوطاتو کې ددولتي ځواکونو پرخلاف په يولړ ډار اچوونکو عملياتو کې يې فعاله ونډه لرله .
0 1 دقیقه لوستل