امنیت

په پکتيا کې د ماين پاکۍ نړيواله ورځ ونمانځل شوه

ګرديز باختر د وري د مياشتې ١٥مه
په پکتيا ولايت کې د اپريل څلورمه د ماين پاکۍ نړيواله ورځ د پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د باختر ا ژانس د سيمه يېزخبريال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې په پکتيا کې د ماين پاکۍ د همغږۍ مسوول محمد حکيم غونډې ته په وينا کې له ماينونو څخه د پاکو شويو او پاتې سيمو په اړه معلومات ورکړل.
حکيم وويل له درې سوه شل کيلو مربع  متره ځمکې څخه دوه سوه شل کيلو مربع متره ساحه پاکه شوې، شپاړس کيلو مربع متره ساحه تر کار لاندې او اته اتيا کيلو مربع متره ساحه ناپاکه پاتې ده  چې په نږدې راتلوونکي کې به يې د پاکولو چارې پیل شي.
هغه وويل چې په تېر کال کې د ماينونو له امله په دغه ولايت کې ١٤٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته