امنیت

د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۳۱ ترهګرو وژل کېدل

کابل/ باختر/ دغبرګولي  دمياشتې١٦نيټۀ :                                                      

دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې  ۱۰ګډ پلان شوي تعروضي اوچاڼیز عملیات، ۷۸ ځانګړې کوماندویې دندې او ۲۲ هوایې بریدونه  د ترهګرو د ځالو او د دوی له خوا د رامنځته شویوګواښونو د له منځه وړلو په موخه هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۴۴  الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۷ تنه ټپیان  او ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.   دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د بغلان، زابل، بادغیس، هلمند، غور، کندهار، میدان وردګ، غزني، کاپیسا، هرات  او نیمروز په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان د حسن تال په سیمه کې ۱۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي،۱۶ تنه ټپیان او د غوربندیو، نورمحمد، حاجي غفار، جرقشلاق پائین، بشیر بالا، بشیر پائین قندغروت، ارباب جمعه، قچي بالا، چاچه، سالنگیو ، ملا فتح، لکن خیلږ، روپانیا، حاجي شاهین دارالعلوم، تخته پل ارباب قیوم و کوهستان کلي د دښمن له شتون نه پاکې شوي، د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبان و یو تن سیمه ییز قوماندان عبدالله په ګډون ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي، د زابل ولایت د میزان، شینکیو ترنګ او جلدک ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي . همدا راز، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د سیدان په سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د قندهار ولایت د میوند ولسوالۍ کې د ماین جوړولو یوه کارخونه له منځه وړل شوې اود میدان وردګو ولایت د زرخیلو په سیمه کې ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۴۸ د مبایل سیټونه ،  ۵ مموري  ګانې  ، ۷ پاسپورتونه، د عکاسی یوه کمره، ۱۱سیمکارتونه او یوشمیراسناد لاسته راغلي دي . پاى ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته