کابل باختر دوري دمياشتې ١ :
په کندز ولايت کې د بم د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول او د پوليسو يو مقام له خپل زوى سره ټپي شو.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاو خوا په کندز ښارکې هغه وخت رامنځته شوه چې د چهاردرې ولسوالۍ د پوليسو د قوماندان د سپرلۍ موټر له ساحې څخه تېرېده .
د کندز ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې د چهاردرې ولسوالۍ د امنيه قوماندان محى الدين مومند ورور، وراره او چلوونکى يې ووژل شول او ده له خپل زوى سره يې ټپي شو.
ده وويل چې بم د طالبانو له خوا په سړک کې ښخ کړاى شوى و او کله چې د پوليسو د دغه مقام د سپرلۍ موټر له سيمې څخه تېرېده؛ له لرې واټن څخه وچول شو .
د کندز پوليس وسله وال طالبان د دغې بم ايښودنې مسوول بولي او وايي چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
له بلې خوا، په کندزکې د روغتون ډاکترانو د دغې پيښې د يوه ټپي روغتيايي حالت چې ويل کيږي د چهاردرې د پوليسو قوماندان دى؛ خراب بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل