امنیت

دوه تنه دوژنې په تور ونيول شول.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
دباميانو پوليسو نن دوه تنه ديوې ديرش کلنې ميرمنې دوژنې په تور ونيول.
دباميانو ولايت وياند عبدالرحمن احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل يوه ديرش کلنه ميرمن تيره شپه دشبر ولسوالۍ په عام قول کلي کې په خپل کورکې په مرموز ډول وژله شوې ده .
ده څرګنده کړه ددغه ولايت پوليسو ددغې پيښې په اړوند دمقتولې دوه تنه نږدې خپلوان نيولي دي .
قضيه دپوليسو تر څيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته